د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه
د افغانستان د علمانو د سراسري شوری د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام!
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د دین او وطن دښمنانو پرون د تقوا د جامع جومات خطیب مولوي سميع الله ریحان په داسې حال کې چې روژه په خوله او په منبر یې د جمعی خطابه وړاندې کوله، په ډېره بې رحمانه توګه په شهادت ورساوه او یو شمېر نور لمونځ کوونکي یې ټپیان کړل.                                                                                                             انا لله و انا الیه راجعون!
مولوي سميع الله ریحان یو جید، تکړه عالم او په هېواد مین شخصیت و، شهادت یې یوه لویه ضایعه ده. د افغانستان د عالمانو سراسري شوری دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل په کلکه غندي او د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه شهید ته فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او د هغوی کورنیو، دوستانو او خپلوانو ته د زړه صبر او قاتلینو ته یې سخته سزا غواړي. شوری پر امنیتی ارګانونو باندې غږ کوي ترڅو د دغه جنایت عاملین په ګوته او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته