کابل/ د زمري ٩ مه / باختر
د افغانستان د نامتو شاعراوليکوال محمد سرور رجايي د مړيني په مناسبت
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخواخوږۍ او همدرۍ پيغام
په ډيرې خواشينې سره موخبر ترلاسه کړ چې د ادبياتو برخې يو فعال شاعر او ليکوال محمد سرور رجايي له نړۍ سترګې پټې کړې.
“ما از خداييم و به سوی او بر مي ګرديم”
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه په دې مناسبت دخپلې خواخوږي په څرګندولو سره د ارواښاد رجايي کورنۍ او د افغانستان ادبي ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي او ځان په دې غم کې شريک بولي.
رجايي په ١٣٤٨ کال په کابل کې وزيږيد، او په ١٣٧٣ کال کې دايران اسلامي جمهوريت ته مهاجراوهلته يې خپل ادبي کارونو پيل کړل.
رجايي په تهران کې د (افغانستان د ابياتو کور) له فعالانو څخه و او په دغه کور کې يې د خپلې دندې پرمهال په ايران کې د افغان مهاجرو شاعرانو او ليکوالو د فعاليتونو په تنظيمولو کې د پام وړ رول لوبولى دى.
رجايي زيات کلونه په هنري حوزه کې د افغانستان د شعر او کيسې ويلو څانګې اداره کولې او په ياده اداره کې يې هم سخت کار کړى دى.
کولاى شو د رجايي د لاندې اثرونو نومونه واخلو:
درآغوش قلب ها، ماموريت خدا، گرگ هاى مهربان کوه تخت، سفيدتر از آفتاب، شعرونه او نور زياتې ليکنې.
محمد سرور رجايي د روان ١٤٠٠ کال د زمري په ٧ مه د پنجشنبې ورځ د کرونا ناروغۍ له امله په حق ورسېد.
ذ
5 1 دقیقه لوستل