ټولنه

د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام!
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې  ددین اووطن دښمنانو یو ځل بیا نه بښونکی جنایت یعنی دکابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې  په بی رحمانه توګه زوروره موټربم  چاودنه تر سره کړه چی په دی چاودنه کې یی زموږ په لسګونو بیګناه مسلمانان  شهیدان او ټپیان کړل .                                                                                            
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری دغه د وحشتاک برېد په کلکو ټکو غندي او دا غیر اسلامی او غیر انسانی عمل بولي. دښمنان باید په دې و پوهېږي چې، د داسې عملونو په ترسره کولو سره د افغان مسلمان ملت په کلکه اراده کې بدلون نشی راوستلی  .
شوری د لوی خدای )ج( له درباره څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او د هغوی کورنیواو خپلوانو ته اجر او صبر غواړي، او له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې ددی پیښې عاملین ډېرژر پیدا او دقانون منګلولو ته وسپاری.
پاى-فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته