سیاست

د خواجه عمری له خلکوسره دانجنیر محمد خان کتنه

کابل باختر د وري اته ويشتمه : د غزني د خواجه عمری ولسوالۍ سپین ږیرو، قومې مشرانو ځوانانو او مدني فعالینو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره وکتل. داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې د راغلو مشرانو په استازیتوب د خواجه عمری ولسوالۍ د شورا رئیس نصیر احمد درویش د دغې ولسوالۍ د وروستۍ خواشینوونکې پېښې په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د خواجه عمری د ولسوالۍ لنډمهال سقوط دلایلوته په کتو سره ناڅاپي نه وه؛ د حکومت وسله والو مخالفینو له لوري د یادې او ترڅنګ نورو ولسوالیو په ډیری سیمو کې عشر اخیستل کیده او په ښکاره او آزاد ډول یوې او بلې سیمې ته یې تګ را تګ کاوه. ده زیاته کړه موږ به امنیتي مسؤلین له دې جریان څخه وخت ناوخته خبرول خو په ډیر تاسف سره د امنیتي مسؤلینو ترمنځ د نه هماهنګۍ او نه پاملرنې له امله د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون څو تنه شهیدان او ولسوالۍ د مخالفینو لاس ته ورغله. راغلو مشرانو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې ولایتي مسؤلینوته لارښوونه وکړي چې د خواجه عمری ولسوالۍ د امنیتي پرسونل د زیاتوالي او سمبالښت په اړه پاملرنه وکړي چې په راتلونکې کې د دغسې پېښو د تکرار مخنیوی وشي. د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په پېل کې د خواجه عمری ولسوالۍ په زړه بوږنوونکې پېښه خواشیني څرګنده کړه او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه. لومړي مرستیال د غزني ولایت له مشرتابه او امنیتي مسؤلینو سره د تلیفوني اړیکې له لارې خبرې وکړې او لارښوونه یې ورته وکړه چې یادې پېښې ته ورته د نورو امنیتي احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره پر یو اساسي امنیتي پلان کار و کړي. لومړې مرستیال همدا راز د خواجه عمری ولسوالۍ مشرانو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ چې لوړپوړو امنیتي مسؤلینو تر څنګ به د وزیرانو شورا سره دا خبره شریکه کړي چې په راتلونکې کې د دغسې پېښود مخنیوي لپاره لازم تدبیرونه په پام کې ونیول شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته