د خصوصي پوهنتونونو سره د محصلينو د تخفيف په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت خبرتيا

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

دا چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت هرکال په پلازمېنه کابل کې د خصوصي پوهنتونونو سره د محصلينو لپاره د تخفيف اړوند هوکړه ليکونه لاسليکوي، نو ټول محصلين او مینه وال کولای شي چې د ۲ قطعې عکسونو او پېژندپاڼې کاپي سره يوځای د ځوانانو چارو معینیت اړوند د ښوونيزو خدمتونو آمريت ته تشریف راوړي.

آدرس: ملک اصغر څلور لارې د بهرنیو چارو وزارت ته مخامخ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت.

د اړيکو شمېرې:

0799840004 – 0784227001

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته