سیاستخبرونهاقتصادTOP

د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

کابل، غبرګولي ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو او د خصوصي سکټور غړیو، نن په کابل کې د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق پرانیسته وکړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د یاد صندوق په پرانیست‌غونډه کې وویل چې د دغه صندوق په جوړېدو سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ، د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او د کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی او هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي.
ملا برادر آخوند زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه، پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې چې په کور دننه تولیدېږي او کولی شي د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

Img 20240606 Wa0010
هغه څرګنده کړه چې اسلامي امارت ثابته کړې چې د سوداګرو او پانګه والو ملاتړی دی او ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي او د خصوصي سکټور له استازو څخه یې هم وغوښتل چې خپل فعالیتونه د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره لا ګړندي او په ښه کیفیت ترسره کړي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د اقتصاد د ځان بسیاینې لپاره د کورنیو صنایعو او تولیداتو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او همدا رنګه له ټولو تولیدي فابریکو څخه غواړي چې خپل تولیدات د مستهلکینو له غوښتنو سره سم او ښه کیفیت سره بازار ته وړاندې کړي او هېوادوال هم باید له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.
همدا رنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند په خپلو خبرو کې، د هېواد د خصوصي سکټور د ملاتړ په خاطر د اسلامي امارت له مشرانو او مسئولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه صندوق کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختیا او همدا رنګه د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
د خصوصي سکټور د بېلابېلو اقشارو استازو هم په خپلو خبرو کې، د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق جوړېدل مهم وبلل او د دغه صندوق د لا بډاینې لپاره یې خپل ملاتړ اعلام کړل.
هغوی له هېوادوالو څخه وغوښتل چې تر ډېره بریده له کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه استفاده وکړي او پر تولیدي شرکتونو یې هم غږ وکړ چې په خپلو تولیداتو کې معیار او کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د جوړېدو طرحه په دغو وروستیو کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا برابره شوې وه چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوه چې نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د خصوصي سکټور د ملي او اغېزمنو برنامو مالي ملاتړ، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، د صادراتو لپاره د ځانګړو مرکزونو میکانیزه کول، د صادراتي واحد مرکزونو د رامنځته کولو له لارې د صادراتو بهیر آسانه کول، د کاري فرصتونو برابرول او د ملي او بین‌المللي نندارتونونو جوړول؛ د یاد صندوق د جوړېدو مهمې موخې بلل شوې دي.
دغه صندوق د رهبري او تخینکي بېلابېلې کمېټې لري چې په ملي او بین المللي کچه د حقیقي او حکمي اشخاصو په مرستو او د وارداتي او صادراتي توکو په ډېر کم فیس یې مالي ملاتړ کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته