ټولنه

د خروار اوسيدونکو د حکومت د سوله غوښتوونکي سياست ملاتړ وکړ

کابلباختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د لوګر د سولې شورا پرون د خروار د سولې د کمپاين په نامه يوه پراخه غونډه دلوګر د اساسي قانون په تالارکې جوړه کړه . د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه غونډه چې د لوګر د والي، د سولې د شورا د رئيس، د ولايتي شورا د مرستيال، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس او د لسګونو تنو قومي مشرانو او ښځو په ګډون ددغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي خبرې وکړې او ويي ويل چې سولې ته د رسيدو يوازينې لاره زموږ د ملي وحدت ټينګښت دى او بايد زياتې هلې ځلې وکړو چې د خلکو دغه آرمان ته ورسيږو. په دې غوڼډه کې د لوګر د سولې د شورا رئيس مولوي اسدالله حنيف وويل چې په هېواد کې د قوانينو يوشان نه تطبيقول له دولت څخه د خلکو دبيلتون سبب شوى دى او بايد په دې برخه کې پاملرنه وشي . په دې غونډه کې د خروار ولسوالۍ د خلکو استازو له طالبانو سره د دولت د سوله غوښتوونکو سياستونو ملاتړ وکړ او له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې د هېواد د حکومت او خلکو برحقه غږ ته لبيک ووايي. پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته