د ختیځ زون نا امنۍ د هېواد د پلازمېنې په نا امنه کولو مستقیم اغېز لري

کابل باختر د وږي ۱۴ مه
دا چې له نظامي اړخه ننګرهار کابل ته د ورننوتو سټراټيژیکه دروازه ده، نو ځکه د ختیځو ولایتونو د ستونزو رېښې تر پلازمېنې کابل پورې ډېر ژر رسیدلی  شي چې له  امله به یې د هېوادوالو د ټولنیز ژوندانه په بېلابېلو اړخونو ناوړه اغېز وکړي.
دغه څرګندونې د ختیځ زون د کادري مدني بهیر مشرعبدالودود افغان نن په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې چې د ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت په امنیت راڅرخېده.
افغان وویل: ټولو ته څرګنده ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد په تېره بیا په ختیځو ولایتونو او په ځانګړي توګه په ننګرهارکې امنیتي کړکیچ،هدفي وژنې او جنايي پېښې مخ پر ډېریدو دي.
ده وویل: داسې خبرې اوریدل کېږي چې ګنې یو شمېر کسان او کړۍ په لوی لاس د ختیځو ولایتونو د نا امنه کېدو اجنډا لري او غواړي چې دغه ولایتونه پر دویم وزیرستان واړوي او په دې توګه د یو شمېر جګړه ېیزو پروژو تطبیق ته لار پرانېزي.
هغه زیاته کړه چې د حکومت د مخالفينو ترڅنګ ځايي زورواکي او یو شمېر دولتي چارواکي هم د ننګرهار په ناامنیو کې لوی لاس لري چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د دغو نا امنیو له امله شاوخوا ۹۰۰ عامو خلکو او ملکي او دولتي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان له دولت څخه وغوښتل چې حکومت دې د خلکو د ځاني امنیت خوندیتوب، په نا امنیوکې ښکیل حکومتي چارواکو او ځايي زورواکو د قانون منګلو ته سپارل، په ادارو کې د فساد مخنیوی، د عملیاتو پر مهال د ملکي وکړو ژوند ته پاملرنه، په عدلي او قضايي اداروکې اصلاحات، د تړل شویو ښوونځیو پرانېستل، د ناقانونه وسله والو ، ډار اچوونکو، تښتوونکو، انساني قاچاق او قاچاق وړونکو کنټرول او په ملي کچه دې د سولې بهیر له شعارونو څخه وباسي او ګاونډي هېوادونه دې په دې قانع کړي چې د افغانستان سوله د ټولو په ګټه ده.
هغه له مخالفينو څخه هم وغوښتل چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې له افغان دولت سره شریکې کړي او نور دې د بېګناه انسانانو له وژلو څخه ډډه وکړي.
دوی یاد مطبوعاتي کنفرانس د خپلې هغې اعلامیې په اورولو سره پای ته ورساوه چې  د  لسو مادو لرونکې وه او په لاندې  ډول ده:
۱ـ په هېواد کې دې د موجوده نا امنۍ پر وړاندې د ملي یووالي حکومت څرګنده ستراتیژي او تګلاره پلي کړي څو د ګاونډیو هېوادونو مداخلې، د سیمې د هېوادونو استخباراتي سیالي او د سولې ضد هر ډول  کړنو پر وخت مخنیوی وکړي.
۲ـ په ختیځ کې دې د خپلسریو مخه ونیول شي.
۳ـ په ختیځ او په ځانګړي توګه په ننګرهارکې د سیمه ېيزو زورواکو چې ډيری یې دولتي امکانات لري او په غصب، تښتوونې، وژنو، نشه یي توکو قاچاق، د ملي  شتمنیو د شخصي کولو او له واک څخه په ناوړه ګتې اخېستنه کې دخيل دي، تعقیب او د قانونو منګولو ته دې وسپارل شي.
۴ـ  په ختیځ کې د لوړو زده کړو او پوهنې برخې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
۵ـ په ختیځو ولایتونوکې د ملي امنیتي ځواکونو د شمېر لوړولو، د اړتیا وړ ساحوکې د امنیتی پوستو ایجادولو او د دوی د تجهیزاتو ډېرولو لپاره دې حکومت عاجل اقدام وکړي.
۶ـ د ختیځ پرېمانه اوبو منابعو، کانونو، حاصلخیزه ځمکو او د ځنګلونو سالم مدیریت وشي او د ملي شتمنیو د خوندیتوب لپاره دې مشخص اقدامات ترسره شي.
۷ـ سیمه یېزه حکومتوالي دې پر ښې حکومتوالۍ بدله شي، د خدماتو عرضه دې  اعېزمنه او د شته فساد پر وړاندې دې هر اړخېز ګامونه واخېستل شي.
۸ـ د حکومت په رهبرۍ کې د ختیځ کادرونو ځای پرځای کېدل او په دې توګه عدالت او د ملي یو والي ټینګښت باید په عمل کې ثابت شي.
۹ـ د سوداګرو د خوندیتوب، پانګونې او اقتصادي سرچینو د بیا احیا لپاره دې لازمه زمینه برابره شي.
۱۰ـ  د یادو مادو د تحقق لپاره، د ختیځ کادري مدني بهیر حکومت ته دوه میاشتې  وخت ټاکلی او چمتو دی چې له حکومت سره په مرکزي او سیمه یېزه کچه د یادو ستونزو په حل کې د بهیر د اساسنامې په رڼا کې همغږي او مرسته وکړي او د دغو مادو د نه  تحقق په حالت کې به دغه کادري بهیر د ختیځ له ولسونو سره په ګډه واحد او متفق تصمیم نیسي.
د ختیځ کادري مدني بهیر له خوا په داسې حال کې مطبوعاتي اعلامیه ورکول کېږي چې په دې وروستیوکې په ننګرهار ولایت کې نا امنیو زور اخیستي چې له امله یې په دغه ولایت کې زیات شمېر ښوونځي تړل شوي دي. 
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته