د ختيځو ولايتونو عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه
کابل /دغبرګولې ١١مه /باختر
د ختيځ زون عالمانو له وسله والوطالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه د ختيځې حوزې عالمانو، قبايلي مشرانو اويوشمېر ښځو پکې ګډون کړې و او له طالبانو يې وغوښتل چې د هېواد د خلکو له وژلو لاس واخلي او ستونزه د نړيوالوخبرو له لارې حل کړي.
هغوى زياته کړه چې جګړه کومه ګټه نه لري او يواځې د افغانانو د وژلو او دهېواد د ورانولوسبب کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي نړۍ عالمانوپه افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې ده اود دغې جګړې د بندولوغوښتنه يې کړې ده.
ختم-ج-ا