کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې رييس په تيرو ١٥ کلونوکې په هېوادکې د ٦٠ تنو خبريالانو د وژل کيدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې رييس نجيب الله شريفي چې نن يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکزکې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د عاملانو د معافيت د پاى ته رسولو د نړيوالې ورځې په غونډه کې خبرې کولې؛ د حکومت له خوا د خبريالانو د مصوونيت د طرز العمل تصويب، د افغانستان رسانه يي ټولنې ته يو ستر برياليتوب وباله.
شريفي د خپلو خبرو په ترڅ کې په خپل وار د حکومت له خوا د کندز د سقوط په دويمه پيښه کې کابل او نورو ښارونو ته د خبريالانو د ليږدونې له امله مننه وکړه.
ده د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د عاملانو د معافيت پاى ته رسيدل، افغان ژورناليستانوته د مصوونيت کيلۍ وبلله .
د بيان د آزادۍ د ملاتړ سفير او په عامه او ستراتيژيکي اړيکوکې دجمهور رييس ستر سلاکار محمد نادر نادري په دې غونډه کې وويل: د بيان د آزادۍ دفاع د افغانستان د حکومت يو مکلفيت دى او حکومت د خپل توان او امکاناتو په حدودوکې د خبريالانو او رسنيو ملاتړ کوي.
نادري څرګنده کړه : په تيرو ١٥ کلونوکې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي ٦٧٦قضيې په لويه څارنوالۍ کې ثبتې شوې دي چې د خبريالانو د وژنې ٦٠قضيې، دنيونې ٤٨ مورده او د تښتونې ٢٤ قضيې پکې شامليږي.
ده خبريالانو ته ډاډ ورکړ چې حکومت به هيڅکله نه د فردي تاوتريخوالي په وړاندې او نه هم د سازمان موندلي او هدفمند تاوتريخوالي په وړاندې چوپه خوله غوره کړي .
ده زياته کړه: د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالى د طالبانو د ستراتيژۍ يوه برخه ده چې د بيان د آزادۍ د محدودولو او د خلکو د غږ د زندۍ کولو لپاره کارول کيږي.
ده وويل: نن ورځ خبريالان له نوروکسانوڅخه زيات د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي. له همدې امله حکومت د خبريالانو د کاري مصوونيت په خاطر پلان لري چې څو ورځې وروسته خبريالانو ته په کابل کې يو امن کور پرانيزي.
په پروان ولايت کې د رسانه يي او د کهکشان د مدني ټولنې رييس احمد هنايش چې په دې غونډه کې يې په پروان ولايت کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي موارد بيانول؛ وويل: په افغانستان کې د خبريالانو د ملاتړ بنسټونه د کميت په لحاظ د يادونې وړ وده لري، خو دغه بنسټونه د خبريالانو د حالت د څيړنې او پوښتنې په اړخ کې پاتې راغلي دي.
هنايش وويل: که چيرې د افغانستان حکومت او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونه لازمه پاملرنه ونه کړي؛ د بيان آزادي به د دولت د ډير ستر برياليتوب په توګه بې خونده شي او د ځان د سانسور په لور به وکښله شي.
دغه راز آزاد خبريال او عکاس مسعود حسيني وويل: څومره چې په اطلاعاتو د خبريالانو برلاسى محدود شي؛ په هماغه اندازه آوازې پياوړې کيږي.
0 2 دقیقې لوستل