فرهنګ

د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د مالي ملاتړ صندوق د اساسنامې مسوده تر بحث لاندې ونيول شوه

کابل/ د زمري ١٣ مه / باختر
د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د مالي ملاتړصندوق د اساسنامې مسوده نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په يوه غونډه کې تربحث لاندې ونيول شوه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د مالي ملاتړ صندوق چارواکو اوغړو ګډون کړي و د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاورنظيرزوى د دې اساسنامې په اړه توضيحات ورکړل.
هغه وويل چې د خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د مالي ملاتړ صندوق د اساسنامې مسوده په ٥ فصلونو او ٢٩ مادو کې ترتيب شوې ده.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د اساسنامې پرمسودې بحث وکړ اوخپل نظرونه او پيشنهادونه وړاندې کړل.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته