ميمنه باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
د فارياب ولايت د خان چهارباغ ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک نوې ودانۍ پرون کټې اخيستې ته وسپارل شوه.
د فارياب د والي وياند جاويد باختر آژانس ته وويل چې د خان چهارباغ ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک نوې ودانۍ د دغې ولسوالۍ د ولسوال او د ولايتي شورا د غړو له خوا له پرانستلو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ده وويل: دغه ودانۍ ١٤ خونې او ضروري ملحقات لري چې د هندوستان په مرسته د دوه سوه شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د يوبل خبرله مخې:
د خان چهارباغ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د خان چهارباغ ولسوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د پروګرام له لارې د ٢٦ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل