کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
د نيمروز والي د خاشرود ولسوالۍ له خلکو سره وکتل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د نيمروز والي سيدولي سلطان په دې کتنه کې دهېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې د جشن جوړولو په اړوند خبرې وکړې او دغه وياړ يې شاه امان الله غازي او د هېواد د باغيرته خلکو پورې اړوند وباله.
هغه وويل: سوله د خير کار او د الهي اوامرو او نبوي سيرت له جملې څخه ده اوپه دې برخه کې خلک يې وهڅول چې له تعصباتو څخه ډډه وکړي.
هغه دغه راز خلک د جمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتوکې په ګډون وهڅول او ويې ويل: په شرايطو برابر د ټولنې هر وګړى کولاى شې د خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړي.
د خاشرود ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب يوه اوسيدونکي ندامحمد د روغتيا، پوهنې او د کرنې په برخو کې خپلې ستونزې بيان کړې او دهغو دحل کولو غوښتنه يې وکړه.
د نيمروز والي ژمنه وکړه چې د دغو اوسيدونکي ستونزو ته به رسيدګي وشي.
پاى ع ذ
3 1 دقیقه لوستل