د حیرتانو پر لار د شهیدانو څلی، جومات او دروازه پرانیستل شوه

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د بلخ ولایت په حیرتانو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شهیدانو څلی، د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور جومات او د یوې لویې دروازې د جوړېدو چارې بشپړې او د ځایي مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس وویل، چې په هېواد کې اسلامي نظام د مجاهدینو د قربانیو برکت او د افغانانو د مبارزې پایله ده او ټول افغانان باید د دې نظام د بقا او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ د علماوو شورا رییس شیخ عبدالجلیل شهیدخېل د اسلامي امارت د پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې اوس مهال هېواد د قوم، ژبې او سمت له توپیر څخه پاک دی او ټول افغانان د یوه نظام تر چتر لاندې متحد دي.
همدارنګه د بلخ ولایت ویاند عطاالله حاجي‌ زید وویل: “دغه څلی، جومات او دروازه پر پنځه جریبه ځمکې د ملي سوداګرو په مرسته د یوه کال په موده کې جوړ شوي، چې ټول لګښت یې ۱۵ میلیونه افغانۍ دی.”
باید وویل شي، چې یاده پروژه د هغو دوه سوه څخه ډېرو شهیدانو په یاد پلې شوې، چې ۲۸ کاله وړاندې د قوماندان ملک لخوا په ظالمانه توګه اسیران او شهیدان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته