ټولنه

د حکيم ناصر خسروبلخي د فرهنګي مرکز د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختردثوردمياشتې ١٣ : د ملي پيوندګوند د اجرائيه شورا او د افغانستان د اسماعيليانو د وګړنى شورا غړي، د افغانستان د اسماعيليانو د مشر او په ملي شورا کې د خلکو د استازى سيدمنصور نادري په مشرۍ د حکيم ناصرخسرو بلخي د فرهنګي مرکز د مشرتابه هيئـت ، د بدخشان ولايت په ارګو کې د ځمکې ښوئيدنې د ناتار او د هيواد دشمال په ځينو ولايتونو کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب مصيبت ځپلو کورنيو او د افغانستان ټول ځوريدلي ملت ته وړاندې کوي. په دې ترڅ کې چې ځان په دغه ګډ ملي ماتم کې شريک بولي؛ د لوى خداى (ج) له دربارڅخه د وروستيو پيښو قربانيانو ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او د جزيل اجر هيله کوي او له مسوولو دولتي مراجعو او له ملي او نړيوالو خيريه بنسټونو څخه په درناوي سره غواړي چې د دغو پيښو د قربانيانوله کورنيو او مصيبت ځپلو کسانوسره بشردوستانه مرستې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته