امنیت

د حکومت له جيل څخه ازاد شوى طالب : له دې وروسته د خپل هېواد په بيا رغاونه کې ونده اخلم

کابل / د زمري ٢مه /باختر:
په قندهار کې  د حکومت له جيل څخه ازاد شوى طالب وايي:  چې له دې وروسته به  دافغانستان په بيا رغاونه کې ونده واخلم .
   هغه دغه راز له طالبانو وغوښتل چې  د ورانکاريو اوجګړې له دوام څخه دې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي .
دغه طالب نن  په قندهار کې  د مراسمو په ترڅ کې ازاد شو.
هغه له هغه څه څخه چې  پخوا يې د خپل هېواد اوخلکوپه وړاندې ترسره کړى و، پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل :    له دې وروسته به  له امنيتي ځواکونو سره  د قندهار د امنيت په تامينولو اود خپل هېوادپه بيا رغاونه کې ونده واخلي.
د قندهار د والي مرستيال  باختراژانس ته وويل: چې تراوسه پورې د قندهار له جيلونوڅخه  ١٥٢ تنه طالبان ازاد شوي دي.
  ختم_ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته