اقتصاد

د حکومت د پرمختیایي بودجې د لګښت زياتوالى

کابل/باختر/ د زمري٢مه
د مالیې وزارت د دولتي ادارو د پرمختیایي بودجې د لګښت د زیاتوالي خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختر آژانس ته استول شوې ده؛ ليکل شوي دي چې د دولتي ادارو د پرمختیایي بودجې لګښت د روان کال د چنګاښ تر وروستۍ پورې ۴۳سلنه ده چې د تېرکال په پرتله د بودجې لګښت۷سلنه زیاتوالی ښیي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده: د مالیې وزارت د پروګرام له مخې، د۱۳۹۸مالي کال تر پایه پورې ټاکل شوې ده د حکومت د پرمختیایي بودجې د لګښت کچه تر ۹۵ سلنې  پورې ورسېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ډېره زیاته پرمختیایي بودجه د روغتیا او ډېره ټیټه يې د دفاع او ملي امنیت په برخوکې لګېدلې ده.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته