خبرونهاقتصادTOP

‏د حيرتان – مزارشريف مسير ترميماتي قرارداد وغځول شو

کابل، د چنګاښ ۱۵مه، باختر
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معينيت او د ازبيکستان د رېل پټلۍ ادارې ترمنځ د حيرتان – مزارشريف مسير د ترميماتي چارو تړون، د شپږو مياشتو لپاره غځول شوی دی.
د ټولګټو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد مسير د قرارداد ټاکلې موده پای ته رسېدلې وه؛ ‏خو د ځينو سټېشنونو ترميماتي چارې لا پاتې وې او په همدې موخه قرارداد د شپږو مياشتو لپاره وغځول شو.
په همدې حال کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معين ملا بخت الرحمن شرافت، د ازبيکستان د رېل پټلۍ ادارې د رئيس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې، پر دوه اړخيزو ريلي همکاريو او يوشمېر نورو مهمو مسايلو خبرې کړې دي.
د ازبيکستان پلاوي ډاډ ورکړی چې د حيرتان – مزارشريف په مسير کې د نايب آباد سټېشن چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ياد پلاوي همدا رنګه ويلي چې په پام کې لري، د ازبيکستان او عربي متحدو اماراتو ګډ تخنيکي ټيمونه په نږدې راتلونکي کې د افغان – ټرانس ريلي پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې پيل کړي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معين هم، ازبيکستان ‏د افغانستان يو مهم او اغېزمن ريلي همکار بللی او ويلي یې دي چې افغان – ټرانس ريلي پروژه چې يوه سيمه ييزه اتصالي پروژه ده؛ د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه ټولګټو وزارت ته په لوړه کچه لومړيتوب لري.
‏د کتنې په پای کې، دواړه لوريو د افغانستان رېل پټلۍ له لارې، منځنۍ او جنوبي آسيا سره پر نښلولو ټينګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته