خبرونهنړۍ

د حماس په بند کې څلور اسرایلي اسیران وژل شوي

نړۍ، د غبرګولي ۱۵مه، بهرنۍ رسنۍ

د صهیونست پوځ ویاند دانیال هاګاري پرون دوشنبې ماښام خبر ورکړی، چې د حماس غورځنګ په بند کې څلور اسرایلي اسیران د دوی په خپلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

دغه اسیران په خان یونس کې تلف شوي دي.

مخکې تر دې د حماس غورځنګ اعلان کړی و، چې اشغالګر پوځونه د خپلو اسیرانو پام نه ساتي او د هوایي بریدونو په ترڅ کې یې یو شمېر اسیران وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نتانیاهو حکومت د اسیرانو د راپرېښودلو په برخه کې خپل ولس ته کم راغلی او ورځ تر بلې یې پر وړاندې مخالفتونه زیاتیږي.

عام اسرایلیان هره ورځ لارو او کوڅو ته راوځي او د فلسطیني جهادي ډلو له بندخونو د خپلو اسیرانو د ازادۍ غوښتنه کوي، خو د نتانیاهو حکومت د دې پر ځای چې د حماس شرایط ومني او د خپلو اسیرانو ازادولو ته لاره پرانیزي؛ بلکې لا جګړې ته زور ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته