خبرونهنړۍ

د حماس په بریدونو کې لسګونو اسرایلي پوځيانو ته مرګژوبله اوښتې

نړۍ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
د حماس غورځنګ نظامي څانګې قسام پر ټلګرام د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د غزې په شمال تل ‌الزعترسیمه کې اسرایلي ځواکونه په یو کور کې کلابند او د ودانیو ضد توغندي پر مټ یې په نښه او وژلي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې یاده سیمه کې یې پنځه نور اسرایلي پوخيان د لاسي بم په واسطه په نښه او وژلي ډي.
حماس دغه راز د غزې په جنوب او نورو سیمو کې هم د صهیونست پوځونو د وژلو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.
اسرایلي پوځ تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته