خبرونهنړۍ

د حماس او حزب الله بریدونو، صهیوسنت پوځ ته سخت زیان اړولی

نړۍ، د غوايي ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

حماس غورځنګ وایي نن دوشنبې یې له دغې تړانګې پر اسرایلو لسګونه توغندي توغولي او ځینې یې پر ټاکلو اهدافو هم لګېدلي دي.

اسرایلي رسنیو هم راپور ورکړی، چې نن سهار د دغه رژیم په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه فعاله شوي او دغه راز اوسپنیز ګنبد هم فعاله شوی دی.

ورته وخت کې حزب الله ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د لبنان په یفتح سیمې په قدس کلي کې، چې د صهیونست رژیم له لوري اشغال دی، د اشغالګرو یو ټانک یې د کنترولېدونکي توغندي پر مټ په نښه کړی او په کې سپاره اشغالګر یې وژلي او ټپیان کړي دي.

صهیونست پوځ هم منلې چې د حماس او حزب الله په نننیو توغندیزو بریدونو کې یې یو شمېر پوځیان ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته