د حقوقي چاروکارپوه: جمهور رييس کولى شي د ملکي خدمتونو کارکوونکي ګوښه کړي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
د حقوقي چارو کارپوه نصر الله ستانکزى وايي: جمهور رييس کولى شي د ملکي خدمتونو کارکوونکي ګوښه کړي.
  د غه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په پارلمان کې دخلکو يوشمېر استازي وايي چې جمهور رييس دملکي خدمتونو دکارکوونکو دګوښه کولو حق نه لري.
د حقوقي مسئلو د چارو کارپوه نصر الله ستانکزي په دې باب د باخترآژانس خبريال ته وويل: جمهور رييس يو واکمن شخص دى او کولى شي د اړتيا په صورت د ملکي خدمتونو کارکوونکي ګوښه کړي.
په دې وروستيو وختوکې د جمهور رييس له خوا د چارو د ادارې د ملکي خدمتونو د پنځه ويشتو تنوکارکوونکو په ګوښه کولو د مجلس د استازي له خوا انتقاد وشو.
د ولسي جرګې لومړى مرستيال صديق احمد عثماني ويلي دي: له قوانينو سره سم  جمهور رييس له سياسي پستونو پرته د دې واک نه لري چې د ملکي خدمتونو مامورين له کوم دليل پرته له دندې څخه ګوښه او يا منفک کړي.
  ده زياته کړه: که چيرې د دولت د ملکي خدمتونو کارکوونکي مصوونيت ونه لري؛ د هيواد دولتي ادارې به ړنګې بنګې شي .
د ده د څرګندونې له مخې: جمهور رييس بايددملکي خدمتونودکارکوونکوکاري مصوونيت ته متوجه وي او د هغوى  اعتماد جلب کړي.
له بلې خوا هم د ولسي جرګې يو بل غړي عبدالرووف انعامي ويلي دي: جمهور رييس په دې باب چې هر افغان له بل افغان سره برابر دى؛ د چارو د ادارې  د کارکوونکو  د ګوښه کولو په موضوع کې دغه مسئله په پام کې نه ده نيولې.
خو د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون  ځينې مسوولين  د ملکي خدمتونو د مامورينو د ګوښه کولو په اړوند وايي: د ملکي خدمتونو  د مامورينو په قانون کې د جمهور رييس له خوا د ملکي خدمتونو د مامورينو  د ګوښه کولو په باب څه نه دي ويل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته