د حقاني په شبکې پورې اړوند شپاړلس تنه ووژل شول
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
دحقاني په شبکې او د طالبانوپه ډلې پورې اړوند شپاړلس تنه په هيوادکې د يولړ عملياتوپه بهيرکې ووژل شول.
په وژل شويو کسانوکې ددغو دوو ډلو څلور تنه قوماندانان هم شامل دي.
ددغو عملياتو په بهيرکې چې پرون او نن سهار د ندهار ،هلمند، کندز ، ارزګان ، غزني ، پکتيا، ميدان وردګو او دخوست د ولايتونو په ځينو سيمو کې ترسره شو؛ لس تنه نور جګړه ماران نيول شوي دي.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په وژل شويو قوماندانانوکله چې په خپلو پټنځايونوکې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو؛ د افغان او ناټو دځواکونو له خوا بريدوشو .
ناټو وايي چې ددغوعملياتو په بهيرکې د دوى د قوماندانانو په ګډون، د حقاني دشبکې او دطالبانو شپاړلس تنه جګړه ماران ووژل شول او لس تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي، ددغو عملياتو په بهيرکې د حقاني دشبکې او د طالبانو د ډلې دجنګي وسايلو ډيپوګانې هم ترلاسه کړې دي.