امنیت

د حقاني شبکې د جلب او جذب مسوول ونيول شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٨
د بغلان ولايت لپاره د حقاني شبکې د جلب او جذب او د صحرايي محکمو مسوول د ملي امنيت د مامورينو له خوا ونيول شو.
روضه الدين نن غرمه کله يې چې غوښتل له پيښورڅخه کابل ته راشي؛ له هغه سره سره چې د ده ملګرتيايې کوله؛ په تورخم کې ونيول شو.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: له روضه الدين څخه يوه اندازه دولتي ضدتبليغاتي پاڼې هم ترلاسه شوې دي.
عبدالزى وايي چې دغه سړى د بغلان ولايت لپاره د حقاني شبکې د جلب او جذب او د صحرايي محکمو مسوول دى .
د امنيتي ځواکونو د تحقيقاتو له مخې: روضه الدين په ښکاره د حقاني شبکې له جګپوړو قوماندانانو څخه د لارښوونې د ترلاسه کولو په مقصدپاکستان ته تللى و چې په بېرته راستنيدو سره له کابل څخه بغلان ته لاړشي.
د ننګرهار ولايت وياند وايي: روضه الدين اعتراف کړى دى چې د حقاني شبکې د قومانانو له خوا په بغلان ولايت کې د دغې تروريستي شبکې د جلب او جذب او د صحرايي محکمو د مسوول په توګه ټاکل شوى .
هغه سړى چې له روضه الدين سره نيول شوى دى؛ عنايت الله نوميږي او هغه په بغلان ولايت کې د حقاني شبکې فعال غړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته