امنیت

د حقاني شبکې اووه تنه غړي نن په خوست کې د هوايي بريد له امله ووژل شول

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
د حقاني شبکې اووه تنه غړي نن په خوست ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
نن له غرمې  مخکې په لسو بجو د خوست ولايت د سپيره ولسوالۍ د کين په کلي کې د حقاني په تروريستي شبکې پورې اړوند په يو ډاټسون  موټر هوايي بريد وشو چې له امله يې د حقاني شبکې اووه تنه غړي ووژل شول.
زيات جزئيات نه دې وړاندې شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته