د حقاني د ډلې پنځه تنه غړي له ١٣٥ مخابرو سره په کابل کې ونيول شول
کابل باختردوري پنځمه :
١٣٥مخابرې دکابل ښار د اتمې ناحيې په ساحه کې د ملي امنيت د موظفينو لاس ته ورغلي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې د ملي امنيت ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ملي امنيت ادارې د دغه قضيې په اړوند پنځه تنه نيولي دي او يو سراچه موتر يې هم ضبط کړى دى .
نيول شوي کسان دحقاني دشبکې غړي دي او تاکل شوې وه چې دغه مخابرې د داکټر فيصل او قاري احمد له خوا چې د حقاني د شبکې دوه تنه مهم غړي دي په لوګر او خوست ولايتونوکې د طالبانو په غړو وويشل شي . ختم_ ج _ اکرم