کابل باختر دکب څوارلسمه :
د حقاني د شبکې يو قوماندان دامنيتي ځواکونو له خوا په پکتيا ولايت کې ونيول شو.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل: د پوليسو ځواکونو تېره شپه د پکتيا ولايت د احمد آباد په ولسوالۍ کې د حقاني د شبکې يو قوماندان دامنيتي فعاليت په بهيرکې ونيوه .
اورياخيل وويل: نيول شوي سړى د مولوى منصور په نامه دډلې يو جګپوړى غړى او د حقاني په شبکې پورې اړه لري .
دخبرځاى د څرګندونوله مخې: له نيول شوي سړى څخه يوه تومانچه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
دحقاني دشبکې دغه جګپوړى غړى د پوليسو په تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى چې په پکتيا ولايت کې يې په څو ورانکارو فعاليتونوکې لاس درلود.
0 1 دقیقه لوستل