خبرونهامنیتTOP

‏د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له جګړه يیزو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۵۵۰ منسوبین فارغ شول

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له ښوونیز مکتبونو څخه، د یاد وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۵۵۰ منسوبین د عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو او عملي تطبیقاتو وروسته، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل: کوم امنیت چې اوس قایم دی، دا ستاسو د جهاد او تکلیفونو پایله ده. مخکی دلته څو واکمنۍ حاکمې وې، هر چا خپل حکومت کاوه، افغانان په بېلابیلو ډلو او واکمنیو وېشل شوي وو؛ خو اوس الحمدلله یو مرکزی حکومت دی او ټول یو موټي دي.
نورو ويناوالو هم په خپلو خبرو کې، له فارغانو څخه غوښتي چې دښمن ته متوجه واوسي؛ خپلې ارادې لا پياوړې او د خپلو شهیدانو آرمانونه پوره کړي، خپل وحدت وساتي، له اختلافاتو څخه په کلکه ډډه وکړي او ورسپارل شوي مسئوليتونه دې په پوره امانتدارۍ سره سرته ورسوي.
د مراسمو په پای کې، یادو فارغانو خپل نمایشات او نظامي مانورونه ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته