د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه لسګونه منسوبين فارغ شول

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله بن مسعود رضی اللّٰه عنه د جګړه یيزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه د لسګونه منسوبينو د فارغېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ
د بېلابېلو ښوونځیو له ۳ میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه پرون د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
سرچينې زياته کړې، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم حقاني فارغانو ته د اعداد د ترسره کولو د دنیوي او اخروي ګټو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او له یادو فارغانو څخه یې وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه د اسلامي نظام د دفاع په موخه بشپړه ګټه پورته کړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې تازه فارغ شويو منسوبينو هم ډاډ څرګند کړی، چې د خپل سر په بدل کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته