خبرونهامنیتټولنهTOP

د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه لسګونه سرتېري فارغ شول

کابل، د کب ۴مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه یيزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه د لسګونه سرتېرو د فارغېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ییزو ځواکونو ښوونځي د نښې ويشتلو، SPG-9، سرحدي ځواکونو او بلوک مشرانو له ۳ میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د مرستیال مولوي باز محمد حمیدي تازه فارغ شويو سرتيرو ته د وینا پر مهال ويلي چې د مشرانو له اوامرو څخه اطاعت وکړي، ځکه الله ج  پرې مکلف کړي دي.
مسؤلینو همدارنګه له يادو سرتېرو څخه غوښتنه کړې، چې په ترلاسه کړو زده اکتفا ونه کړي او هڅه وکړي چې د خپل مسلک له اړتیا سره سم ځانونه عیار کړي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي چې فارغ شويو سرتېرو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی په منځ تفرقه واچوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته