خبرونهامنیتTOP

د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه څه باندې زر تنه منسوبین فارغ شول

کابل، د زمري ۳۰مه، باختر
د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۲۲۵ تنه ځوان منسوبین د عسکرانو ښوونځۍ د ۸مې دورې له پوځي بنسټیزو ۳ میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور او يو شمېر نورو مسوولينو هم ګډون کړی و.
د ملي دفاع وزارت سرپرست يادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې باید د بدني روزنې ترڅنګ فکري روزنه زده کړي او په ور سپارل شويو دندو کې هيڅ ډول غفلت ونکړي.
نوموړي همدارنګه د چارو د لا ښه والي په موخه د ياد مرکز مسوولينو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
د يادونې وړ ده، چې تازه فارغ شويو منسوبينو هم د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او ډاډ يې ورکړ، چې ور سپارل شوي مسووليتونه به په ښه ډول ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته