خبرونهامنیتTOP

د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۴۷ سرتېري فارغ شوي

کابل، د ليندۍ ۶مه، باختر

‏د افغانستان اسلامي امارت له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن دوشنبې د دغه وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۴۷ تنه سرتېري د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ،جګړه ایزو تامیناتو او ځانګړو وړتیاوو ښوونځيو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.

‏دغو مراسمو کې د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي، د ښوونځیو قوماندانانو او ګڼ شمېر مسولینو او سرتېرو ګډون کړی وو.

‏د غونډې ویناوالو له فارغ شویو سرتېرو څخه غوښتي، چې د پوځي او مسلکي زده کړو له ترلاسه شویو فرصتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي، د خپلو مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي او د خپل مسولیت څخه پرته د نور په چارو کې له لاسوهني څخه ډډه وکړي.

‏فارغ شویو سرتېرو ژمنه کړې، چې په هر ډول شرایطو کې د هیواد له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د ساتنې په موخه سرښیندنو  ته چمتو دي.

د غونډې په بای کې فارغ شویو سرتېرو ته بری لیکونه هم ورکول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته