د حضرت عبدالله ابن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۱ سرتېري فارغ شول

 کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۶۱ تنه سرتېري د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ییزو تامیناتو او ټيټ رتبه بریدملانو ښوونځیو له مسلکي کورسونو څخه فارغ شول.

دغه وزارت ویلي چې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندان د وینا پر مهال له نویو فارغانو څخه يې وغوښتل چې ترلاسه کړې پوځي او مسلکي زده کړې د امانت په توګه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي.

په ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته