خبرونهامنیت

د حضرت عبدالله ابن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه نږدې ۱۵۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د سیمه ییزو قول اردوګانو او قطعاتو ۱۴۹ سرتېري د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

دغه وزارت ویلي چې دغه سرتېري د جګړه ییزو ځواکونو ښوونځي د توپچي او د جګړه ییز ملاتړ ښوونځي د انجینري لوړ رتبه بریدملانو له مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.

یاد وزارت زیاته کړې چې مسؤلینو له فارغ شويو سرتېرو څخه وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړي د الله ج د رضا او اسلامي نظام ته د خدمت موخه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو سرتېرو ته هم ور زده کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته