بغداد باختر د کب نهه ويشتمه
د عراق ددولت ويندوى علي الدباغ اعلام وکړ چې د هرموز تنګي دتړل کېدو په صورت کې ددغه هيواد دجنوب دنفتي حوزو دتيلو دصادراتو ددوام لپاره يوه فوق العاده طرحه وضع کړې ده .
الدباغ وويل دغه طرحه دترکېې دجيحون بندر ته دعراق له جنوب دتيلو دليږدونې لپاره دنل ليکو دغزولو په مقصد تصميم دي چې دعراق ددولت دانرژي او داقتصادي چارو کميسيون دايران له خوا دهرموز تنګي دتړلو داحتمالي پايلو دمخنيوي لپاره دتيلو په صادراتو باندې لګولي دي .
دهرموز تنګي تړل کېدل کولاي شي دعراق دتيلو په سلو کې نږدي اتيا صادرات وځنډوي .
عراق ګواښ کړي دي په هغه صورت کې چې دتيلو بنديزو له خوا سره مخامخ شي دهرموز تنګي به وتړي .
دغه تنګي دنړۍ ددريمې برخې تيلو دليږدونې تګ لوري دي چې دسيمي دهيوادونو څخه دنړۍ نورو هيوادو ته صادريږي .
په وروستيو اوونيو کې داروپا اتحاديې دايران دتيلو دصنعت بنديز تصويب کړ .
علي الدباغ ويلي دي چې په لنډ مهال او منځ مهال کې دعراق ددولت په فوق العاده طرحه کې دتيلو دتوليد زياتوالې او دترکېې دجيحون بندر له لاري دصادراتو زياتوالې شامل دي .