د حج ملي کمېټې غونډه ترسره شوه
کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د ریاستالوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېټې د غړیو په ګډون، د حج ملي کمېټې غونډه ترسره شوې ده.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې لومړۍ د کعبې شریفې د حاجیانو او زیارت کوونکو د انتقال پر څرنګوالي، د الوتنو د مهالوېش پر مشخص کولو او د ټرانسپورټ او بانکي چارو پر تنظیم هر اړخیز بحث شوی او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.