ټولنه

د حج د کميټې غونډه د محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٩ :
د حج د کميټې غونډه نن له غرمې وروسته د جمهور رييس دمرستيال او د دغې کميټې د رييس محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په  دې غونډه  کې چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کميسيون  رييس  او د آريانا، کام اير، صافي، افق شرق او دافغان جټ د هوايي شرکتونو استازو هم
برخه لرله؛ د دغو شرکتونوپه واسطه بيت الله شريف ته د حاجيانو د ليږدونې د څرنګوالي او د ټکټ د بيې د موضوع په باب هر اړخيزې خبرې او څيړنې وشوې.
د غونډې غړو د ټکټ د بيې او بيت الله شريف ته د حاجيانو د ليږدونې د څرنګوالي  په باب خپلې يو لړنظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
دکميټې غړو په دې موضوع باندې د ټينګار په ترڅ کې چې د حاجيانو د ليږدونې بهيردحج د مراسمو په پرځاى کولوکې ډيره مهمه موضوع ده؛ حاجيانوته د ښو خدمتونودوړاندې کولو په لاره کې ددغو شرکتونو دظرفيت په لازيات لوړولو او تياري باندې ټينګار وکړ.
کميټې څرګنده کړه چې د حاجيانو د ليږدونې په بهيرکې هم بايد له حاجيانو څخه زياتې پيسې ونه غوښتل شي او هم دې دودې اوپراختيا په لاره کې له کورنيو هوايي
شرکتونو سره مرسته وشي.
کميټې پريکړه وکړه چې د هرحاجي د ليږدونې د ټکټ بيه د تېرکال له بيې سره سم  ١٣٢٠  امريکايي ډالره ده او له څلرويشتوزرو تنوحاجيانوڅخه دولس زره تنه يې د کام اير او صافي د هوايي شرکتونو له خوا په  ګډه  ليږدول کيږي او دولس زره تنه   نور د آريانا، افق شرق او د افغان جټ د هوايي شرکتونو په واسطه په ګډه بيت الله شريف ته ليږدول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته