ټولنه

د حج د ملي کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختردثوردمياشتې ٢١ :
د حج د ملي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته د جمهوررييس دمرستيال اوددغې
کميټې د رييس محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې د جمهور رييس مرستيال او د حج  د کميټې رييس محمدکريم خليلي په برياليتوب سره د تېرکال د حج د بهير ترسره کيدو ته په اشارې سره په مطلوب ډول د هغه د ترسره کولو په لاره کې د ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو د هڅو اوهاندله امله قدرداني وکړه.
ده هيله وکړه چې د نواقصو په لرې کيدوسره په روان کال کې دغه ديني اوملي بهير
د تيرو وختونو په پرتله په ښه توګه ترسره شي .
د غونډې دکار په دوام د حج او اوقافو وزير په روان کال کې بيت الله شريف ته په ښه
توګه د  حاجيانو د ليږدونې لپاره د تيارى د بهير په باب غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
د ده دڅرګندونوله مخې: په زياترو ولايتونوکې د پچې اچولو کار ترسره شوى دى .
دغه راز د طرزالعمل، دظرفيت دلوړولو او دتجهيزاتو له پلوه لازم تيارى نيول شوى دى.
دغه راز د بېلابېلو ادارو استازي د سکن  د هيئت لپاره سعودي عربستان ته سفر ته چمتو دي .
وروسته د کميټې غړو سعودي عربستان ته د حاجيانو د ليږدونې لپاره د آريانا، کام اير او صافى په شرکتونو سربيره د اوفق شرق او افغان جټ شرکتونو د ونډې اخيستنې په باب يو لړنظريې او پيشنهادونه کميټې ته وړاندې کړل .
د کميټې غړو د ونډې اخيستنې او د امکاناتو، تجربې، ظرفيت او ځواکمنۍ له پلوه د هغه د څرنګوالي په باب يو لړ معيارونه او شاخصونه طرحه کړل .
کميټې دغې مسئلي ته په پاملرنې سره چې د حاجيانو ليږدونه د حج په بهيرکې يوه ډيره مهمه مسئله ده؛ پريکړه وکړه چې د روانې اوونۍ ترچهارشنبې تر ورځې پورې دي د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند او دحج او اوقافو وزارتونه له دغو شرکتونو سره ديو تفاهم په ترڅ کې د هوايي شرکتونو د امکاناتو، ځواکمنيو او ظرفيت په باب خپلې څيړنې کميټې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته