کابل باختردتلي اتلسمه :
د غور ولايت د حج او اوقافو رياست يو کارکوونکى د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو او مړى يې نن ترلاسه شو .
مولوي عبدالرحمن درې ورځې مخکې د غور ولايت له مرکز فيروزکوه ښار څخه تښتول شوى و.
پوليس وايي چې د حج او اوقافو د دغه کارکوونکى مړى په فيروز کوه ښارکې په سيندکې ترلاسه کړى دى .
تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه او ديرغلګرو هويت نه دي څرګند شوي او هم د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد زمان عظيمي باختر آژانس ته وويل: د دغې پيښې د څرنګوالي او د يرغلګرو د هويت د روښانه کيدو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل