د حج او اوقافو وزارت د ژوندانه د چاپيريال ساتنې له ادارې سره همکاري کوي
کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
د کابل ښار د جوماتونو ۳۰۰ تنه ملا امامان د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په برخه کې همکاري کوي.
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د حج او اوقافو وزارت د همکارۍ يو تفاهم ليک لاسليک کړ.
د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو هدف د هېواد په پايتخت کې د ژوندانه د چاپيريال د چلنجونو په باب خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره دکابل ښار د جوماتونو د ۳۰۰ تنو ملا امامانو يو ځاى کول دي.
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې په اعلاميه کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده، ويل شوي دي چې دغه ملا امامان د منبرونوله لارې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په وړاندې د قرانکريم د آياتونو او د نبوي احاديثو پربنسټ د خلکو مسووليتونه بيانوي.
په هېواد کې له وچکالۍ وروسته چې د کابل ښار هم له هغه څخه خوندي نه دى، په دغه ښارکې د اوبو کچه کمښت موندلى دى او له بله پلوه د دغه ښار د هوا د ککړتيا مخ په زياتيدو بلل کيږي. له همدې امله د دولت د اقداماتو ترڅنګ د دې اړتيا ده چې خلک هم د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په وړاندې د خپلو مسووليتونوپه باب پوهاوي ترلاسه او خپله ونډه ترسره کړي.
پاى ج ذ