ټولنه

د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٦
دکابل ښار د ناحيو هغو حاجيانو ته چې شمېره يې له ٢٠١ څخه تر ٤٠٥  پورې وي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي د مياشتې په اوومه نيټه د جمعې په ورځ په دولسو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او په الوتنوکې د بې نظمۍ سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت د دوى په غاړه وي .
د شيعه او د کابل د ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جامع جومات ته د بدرګه کوونکو په نامه د نورو اشخاصو ننوتل منع دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته