ټولنه

د حج اواوقافو وزارت خبرتيا :

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
د حج اواوقافو وزارت خبرتيا :
دکابل ښار  دناحيو د ١٣٩٤ کال دحج  هغو ټولو غوښتوونکو ته  چې خپل  لومړى قصد يې  تحويل کړي دي  او  دکابل  په نوي ښار کې  دمرکز دحج او زيارت په رياست کې  نومونه ليکلي دي او په ١٣٩٤ کال کې يې  دحج لپاره  دنوبت ټکت  اخيستى دى  خبر ورکول کيږي  چې  خپل  الکترونيکي پاسپورت  داخيستلو  دپړاونو دبشپړولو لپاره دې  چې  دحج سفر يې  له هغه پرته  ناممکن دى  سبا دروان کال  دمرغومي دمياشتې له اته  ويشتمې نيټې ديکشنبې له ورځې څخه دسلواغي دمياشتې  تر دويمې نيټې  دپنجشنبې تر ورځې پورې هره ورځ  دسهار له اتو بجو او ديرشو دقيقو څخه  دمازيګر تر څلورو بجو پورې  دتابعيت دتذکرې له اصل  دنوبت  له ټکټ  او دخپل لومړى قصد داويز له کاپي سره  دعيدګاه جامع جومات ته  حاضر شي .
  په هغه صورت کې چې حاجيان په دې موده کې مراجعه ونه کړى او دمعياري پاسپورت  له اخيستلو  څخه  چې په روان کال کې دحج دسفر  اساسي شرط دى  پاتې شي  بيا به دشکايت حق ونه لري .
دکابل ولايت  دولسواليو حاجيان  دکابل ولايت  دحج او اوقافو په رياست پورې اړه لري او له دې لارې  تنظيميږي .
  له دې امله دې  دعيدګاه جامع جومات ته  مراجعه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته