د حامدکرزي په مشرۍ غونډې دکابل بانک د پورونو د تصفیې او حصول د پرمختګ څرنګوالی وڅیړه

کابل باختر د لړم لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ  غونډې د کابل بانک د پورونو د تصفیې او حصول د پرمختګ څرنګوالی وڅیړلو.
دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتربآخترآژآنس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه، د جمهوري ریاست دويم مرستیال، قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست، د مالیې، سوداګرۍ او اقتصاد وزیرانو، لوی څارنوال، د افغانستان بانک رئیس، د مسوولیتونو د لېږد د کمیسیون رئیس او د کابل بانک د پورونو د تصفیې چارواکو ګډون کړی و، لومړی د کابل بانک د تصفیې دهیات رپوټ غونډې ته وړاندې شو.
د دغه رپوټ له مخې تراوسه پورې ۱۳۸ میلیونه ډالره له پوروړو څخه په نغدي ډول حصول شوي.
همدا راز د ۱۸۵ میلیونو ډالرو  په ارزښت د هېواد په دننه او بهر کې بیلا بیل جایدادونه ترلاسه شوي دي او په ۲۱۸ میلیونو ډالرو پورونو باندې د پوروړو لخوا اعتراف شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې ۵۲۹  میلیونه ډالره پاتې پیسې دي تر اوسه هم د اختلاف وړ دي.
غونډې دکابل بانک د پورونو د تصفیې او حصول له  څیړنې وروسته لاندې موارد تصویب کړل:
۱- د تصفیې هیات ته دنده  وسپارل شوه چې د یوې میاشتې په دننه کې دې په داخل او بهرکې  حصول شوي جایدادونه وپلوري او پیسې دې دولت ته ولېږدوي.
۲- د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ته دنده وسپارل شوه چې له انګلیسي شرکت (( کراول)) سره چې د کابل بانک د تفتیش چارې یې ترسره کړي دي، خبرې وکړي چې دغه شرکت  دې هغه پیسې چې له کابل بانک څخه بهرنیو هېوادونو او بانکونو ته لېږدول شوي دي، معلومې او د افغانستان دولت ته دې په رسمي او ليکلى ډول رپوټ ورکړي.
۳- اړونده ادارې دې د هغو هېوادونو همکاري جلب کړي چې د کابل بانک پیسې هغو ته لېږدول شوې وې او د دغو پیسو د بیرته راوړلو په برخه کې دې جدي اقدام وکړي او دغه کار دې په دوامداره توګه تعقیب کړي.
۴ _ د بهرنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې د عبدالقدیر فطرت د راستنولو موضوع دې چې دی هم  دکابل بانک په قضیه کې تورن دی د امریکا د متحده ایالاتو له دولت سره تعقیب کړي او نتیجې ته دې و رسوي.
۵_ په پای کې د کابل بانک قضیې ته د رسیده ګۍ اختصاصي محکمې ته هدایت ورکړ شو چې د قضیې د هغې برخې په حل کې چې دغې ادارې ته محول شوې ده ډیر ژر اقدام وکړي، او په دې اړه دې د قانون په رڼا کې خپله پریکړه صادره کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته