خبرونهنړۍ

د جیش العدل او ایران ځواکونو تر منځ تازه نښتو کې ۱۰ تنه وژل شوي

نړۍ، د وري ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایراني او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله د ایران په سیستان ـ بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران ځواکونو او جیش العدل نظامیانو ترمنځ د تېرې شپې نښته کې پنځه ایراني او پنځه د جیش العدل نظامیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ځینو نورو رسنیو بیا دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

ایراني چارواکو ویلي، چې برید تر څو ساعتونو ورسته پای ته ورسېد او ځواکونه یې توانېدلي په ښه تدبیر سره د بریدګرو ځواب ورکړي.

د دغه کابو درې ساعته برید پر مهال د جیش العدل له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د نښتې سیمه کې د سپاه پاسداران یو مرکز د دغې ډلې په لاس کې دی.

جیش العدل یوه وسلواله ډله ده، چې تر ډېره د ایران په بلوچستان او سیستان کې د ایران د حکومت پر وړاندې جنګېږي او وخت ناوخت بریدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته