خبرونهنړۍ

د جګړې ۸۵ مه ورځ؛ اسرایلي پوځي کابینې د اوربند وړاندې شوې طرحه ارزولې

نړۍ، د مرغومې ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلي رژیم ۱۲ تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې د دغه رژیم پوځي کابینې پرون جمعه د قطر له لوري وړاندې شوې د اوربند طرحه ارزولې ده.

ویل کېږي دغه طرحه په غزه کې د یو میاشتېني اوربند پر ټینګښت او یو شمېر اسیرانو پر تبادلې ټینګار کوي.

ورته وخت کې د حماس غورځنګ یو مخکښ مشر اسامه حمدان ویلي، چې د دایمي اوربند له ټینګېدو پرته د اسیرانو تبادله امکان نه لري.

دغه راز غزه کې جګړه لا هم روانه ده او اسرایلي ځواکونو د امریکا د وسلو او تجهیزاتو په مرسته د بېګناه ملکي فلسطینیانو پر وړاندې جګړه روانه ساتلې او وروستیو کې یې دغې چارې ته د بې ځایه شویو ملکي وګړو په پنډغالو کې دوام ورکړی.

د رسنیو د راپورونو په حواله امریکا یو ځل بیا د وسلو او تجهیزاتو یوه بسته، چې اېم ۱۰۷ ډوله ماشیندارې هم په کې شاملې دي، ورکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته