خبرونهنړۍ

‏د جګړې ۱۰۷ مه ورځ، د اسرایلو صهیونست پوځ د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی

 نړۍ، د سلواغې لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې غزه کې د روانې جګړې ۱۰۷ مه ورځ نن یکشنبې د صهیونست پوځ او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ پر نښتو پیل شوې، یو شمېر اسرایلي شنونکو د دغې جګړې د شننې په یوې برنامه کې ویلي، چې صهیونست پوځ په غزه کې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او ورځ تربلې یې د ماتې چانس مخ په ډېرېدو دی.

دوی وایي اسرایلي پوځ د میلیاردونو ډالرو پوځي لګښتونو سره سره نه دی توانېدلی، چې د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې پرمختګ وکړي.

اسرایل په غزه کې له روانې جګړې څخه څو مهم اهداف لکه د حماس له بند څخه د اسرایلي اسیرانو ژغورل، په بشپړ ډول د حماس غورځنګ له منځه وړل او د غزې پوځي واک ترلاسه کول شامل دي.

دغه راز د غزې په بېلابېلو سیمو کې اسرایلي ځواکونه د فلسطیني جهادي ډلو له سخت مقاومت سره مخ دي او هره ورځ ګڼشمېر تلفات ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته