خبرونهنړۍ

د جګړې پېچلی حالت؛ غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر تر ۳۶ زرو اوښتی

نړۍ، د غبرګولي ۸مه، باختر

د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د اسرایلو صهیونست رژیم په غزه په ځانګړې توګه رفح ښار کې د فلسطیني ملکي وګړو وژنې ته دوام ورکوي او د دغې تړانګې د روغتیا ادارې د معلوماتو پر بنسټ روانه جګړه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۶ زره ۵۰ ته رسېدلی او تر ۸۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

د اسرایلو د دغو جنایتونو تر ټولو بده ورځ پرون وه، هوایي ځواکونو یې رفح ښار کې بېځایه شویو خیمې په نښه او بمبارد کړې.

د اسرایلو پرونیو بریدونو ګڼ نړیوال غبرګونونه راپارولي.

د ترکیې ولسمشر پروني بریدونه د اسرایلو د ظلمونه تر ټولو بد انځورونه بللی، خو صهیونست لومړي وزیر بیا په دې اړه د څېړنو خبر ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته