نړۍ، د زمري ۲۵مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې د روسیې په لویديځ ښار کورسوک کې د اوکرایني او روسي پوځيانو ترمنځ جګړه روانه ده او ویل کیږي، اوکراینیانو د کورسک ښار ۴۷ ښارګوتي او کلي نیولي دي.
بل لورته روسي چارواکو ویلي پر کورسک برید کې ۱۲ زره اوکرایني پوځيان ګډون لري او دا مهال یې د له منځه وړلو او شړلو عملیات روان دي.
کیف روسیه کې دننه دغه برید وروسته له هغې کوي، چې لویدیځ ورته اېف ۱۶ جېټ الوتکې ورکړې.
دا لومړی ځل دی، چې اوکرایني پوځيان د ورسیې په خاوره کې دننه دومره پراخ برید ترسره کوي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې څه باندې دوه نیم کاله پوره کیږي او په دغې موده روسیې د اوکراین په ختیځ کې پراخې ځمکې تر خپل واک لاندې راوستې دي.
34 1 دقیقه لوستل