خبرونهنړۍ

د جګړې له ډګره تېښته؛ بني ګانتز د نتانیاهو کابینه پرېږدي

نړۍ، د غبرګولي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلي ۱۲ شبکې په یو راپور کې خبر ورکړی، چې د صهیونست پوځ ځينې غړي د غزې له جګړې او فلسطیني مجاهدینو له وېرې د جګړې په کرښه کې د لېونتوب او یا هم د سختې ناروغۍ تمثیل کوي تر څو له جګړې د تېښتې لاره پیدا کړي.

دغه راز یادې شبکې نن پنجشنبې خبر ورکړی، چې ښایي د صهیونستي رژیم د دفاع وزیر بني ګانتز نږدې راتلونکي کې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابینه پرېږدي. 

ګانتز په روانه میاشت کې خبرداری ورکړی وه، چې د نتانیاهو له لوري د غزې د جګړې په اړه د روښانه تګلارې د نه اعلان په صورت کې به کابینه پرېږدي او د ژر ټاکنو په لاره اچولو لپاره به هڅې وکړي.

وروستیو کې د اسرایلي پوځونو او د نتانیاهو حکومت کې د درزلوېدلو او ټوټه کېدو خبرونه مخ په ډېرېدو دي اوښایي په نږدې راتلونکي کې د فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې د خپلې ماتې اعلان وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته