نړۍ، د وږي ۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې غواړي خپل امریکایي سیال جوبایډن ته له روسیې سره د روانې جګړې د پای ته رسېدو طرحه وړاندې کړي.
نوموړي په دغې برخه کې د کیف پر قوي دریځ ټینګار کړی، زیاته کړې یې ده، چې غواړي د بایډن ترڅنګ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له دوه نوماندانو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه هندي لومړي وزیر نریندرا مودي له بایډن او پوتین سره ټېلفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه په دې وروستیو کې پېچلې شوې او ظاهراً دواړه لوري هڅه کوي په یو نه یو ډول د سولې او جوړ جاړي لاره غوره کړي.
باید وویل شي، چې مسکو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خپلو اهدافو ترلاسه کول او اوکراین بیا د روسیې له لوري د نیول شویو ځمکو د بېرته ازادېدل اړین بولي.